IQNA

د امریکا د پارلیماني  استازو په غونډو کې د قرآن کریم تلاؤت

7:28 - May 07, 2023
د خبر لمبر: 3487297
ایکنا-(تهران) د امریکا په ایلینو ایالت کې د مشرانو جرګې او کانګرس پرونۍ ناستې  د سولې اوعدالت د رامینځةکیدا لپاره دقرآن کریم په تلاؤت او دعا سره پیل شوي.

ایکناد صدای البدلد له قوله راپور راکړ، د امریکا د ایلینو ایالت شیکاګو ښار کې د مکې  اسلامی مرکز د جماعت امام او د الازهر  یو شیخ حسن مصطفی  علی  په دغه ایالت کې د پارلیماني  استازو  اود غه راز د مشرانو جر ګې د استازو  غونډې د قرآن کریم په تلاؤت سره او ورپسې  دعدالت ا سولې ته رسیدا لپاره په دعا سره پیل کړې.

دغه پروګرام له ایالتي استازو سره د ارتباط  د ورځي په ارتباط په چوکاټ کې  او په شیکاګو او په شاوخوا کې د اسلامی شورا   دموسیسو دشورا له خوا د استازو په شتون سره ترسره شو او   په ایلینو ایالت کې  له خپلو استازو سره  دمختلفو مسئلو په باب دخبرواترو لپاره د مسلمانې ټولنې د  څه دپاسه دوه کسانو په شتون سره ترسره شو څو  دهغو قوانینو چې  د ایلینو ایالت   د مسلمانانو میلیوني ټولنې سره اړوندیږی،تصویب کړي.

شیخ حسن مصطفی  په دغه پروګرام کې پخپلو څرګندونو کې ووئيل، دخدای په مهربانۍ سره ددوهم ځل لپاره  دکانګرس او مشرانو جرګې  داستازو غونډو ته دعوت شوم  چې پیل کې  ئې د ما  له خوا دقرآن کریم د تلاؤت په قرائت سره  شوی او  ما د مائدې سورې د اتم آیت تلاؤت وکړ چې  په هغه کې خداوندومتعال فرمائي؛ ائ ایماندارو، تل  په ټولو چارو کې  دخداي  لپاره پاڅون کونکی شئ او د عدل او انصاف  ګواهان شئ  او باید  له هغو دښمنیو ډډه وکړئ چې  له عدالته مو غړوي ، نو عدالت وکړئ چې  هغه له پرهیزګارانو سره  ښئ  او  له خدایه ووریږئ،ځکه خدای  په هغه څه چې  ترسره کوئ ئې ،ښه  خبر دی :::

 هغه ووئيل دغه راز مو دغه آیت په انګریزي ژبه ترجمه کړ ا په دوام کې مو هم دمشرانو جرګې او کانګرس د غړو لپاره  او دخلکو لپاره د سولې او عدالت  دټينګیدا او دهدایت د ترلاسه کولو لپاره دعا وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4138798/

captcha